د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري ۱۰۹ لوی او کوچني چکډیمونه جوړ شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۴وری، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د ریاست الوزراء اقتصادي معاونيت په ټول هېواد کې د ۱۰۹ کوچنيو او سترو چیکډیمونو له جوړولو خبر ورکړی دی.
د ریاست الوزراء په ایکس پاڼه کې راغلي، چې ياد شمېر چکډيمونه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ لمریز کال کې جوړ شوي چې ټول پرې ۲۵۵ مليونه افغانيۍ لګښت راغلی دی.
د اقتصادي معاونيت د ورکړو معلوماتو پر بنسټ دغه چيکډيمونه په جوزجان ، بدخشان ، کندهار ، فارياب ، باميان ، ننګرهار ، لغمان، ارزګان ، تخار او دايکنډي ولايتونو کې په کانکريټي، ډبرين او خاورين ډول ډيزاين او جوړ شويدي.



