د ایران بهرنیو چارو وزير: اسلامي امارت خپل سیاسي، امنیتي او اقتصادي قدرت ثابت کړ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۴وری، ۱۴۰۴ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، دا مهال په افغانستان کې “حاکمیت او امنیت” ټینګ شوی او وضعیت د پخوا پرتله بدل شوی دی.
عراقچي ټینګار کړی وايي ځمکنیو واقعیتونو ته په کتلو، په تېرو درېنیمو کلونو کې اسلامي امارت توانيدلی چې سیاسي، اقتصادي او امنتي قدرت ثابت کړي او زياته کړې يې ده اوس مهال د افغانستان په ټوله خاوره يواځې اسلامي امارت واکمني لري: «برخلاف د تېر وخت چې د افغانستان هره سیمه د بېلابېلو ډلو تر کنټرول لاندې وه، اوس داسې نه ده.»
دغه راز عراقچي د ترهګرۍ او د داعش ډلې فعالیتونه لا هم یوه جدي اندېښنه بللې، هغه چې اسلامي امارت تل د ترهګرۍ او داعش اړوند فعاليتونو ادعاوې رد کړي او ويلي دي چې په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو مخه نیول شوې ده.



