تورخم دروازه د پاکستان له خوا په تذکرو راتګ لپاره خلاصه شوه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۴وری، ۱۴۰۴ل)
په تورخم کې ځايي سرچينې وايي، چې د تورخم دروازه نن د پاکستان له خوا افغان مسافرو ته په تذکرو خلاصه شوه.
له تېرو څو ورځو راهيسې پاکستان خواته سلګونه افغانان چې پاسپورټونه او ويزې يې نه لرلې بند پاتې و چې پرون ماښام يې د لارې د خلاصون په اړه لاره هم تړلې وه.
اوس تازه په تورخم کې يوې سرچينې کابل ټکی کام ته د پاکستان له لوري په تذکرو د افغانانو پرېښودل تایید کړل زياته يې کړه:«اوس هغه مسافر چې ویزه نه لري کولای شي په تذکره خپل هیواد افغانستان ته راواوړي».
نوموړی وويل، هر هغه افغان چې غواړي خپل هېواد ته راشي نو بايد خپله اصلي تذکره ولري.
تراوسه معلومه نه ده، چې د تذکره لرونکو افغانانو لپاره لاره يواځې د يوې ورځې «نن» خلاصه ده او که نه څو ورځې به دوام ولري.



