د افغانستان بانک پنځلس ميليونه امريکايي ډالر ليلاموي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۴وری، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان بانک وايي، د افغانيو د ارزښت لا پياوړتيا په موخه، سبا (سه شنبه) د 1446 کال د رمضان المبارک د میاشتې په 25 نېټه پنځلس ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
افغانستان بانک د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره، په شرايطو برابرو له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتي چې په دغه داوطلبيو کې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي يې مکلف کړي، چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.
په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې ده چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز نه دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او يا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.



