طالبان: «تر څو چې زمونږ شرایط نه وي منل شوي، بې مفهومه او تېر ایستونکي مذاکرات به هېڅ نتیجه ور نکړي»

کابل ټکی کام ۱۵کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
په دې وروستیو کې د سولې په اړه د څلور اړخیزې غونډې نېټه د مارچ د میاشتې ۱۵مه اعلان شوه، او په څنګ کې یې داسې خبرونه هم خپاره شول، چې په دغه غونډو کې طالبان د خپل مشرتابه په امر ګډون کوي.
دا مهال د طالبانو له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي، چې دوی په یاده څلور اړخیزه غونډه کې ګډون نه کوي.
خبر پاڼې د دولتي چارواکو دا اوازه چې ګواکي د طالبانو استازي د ملا اختر محمد منصور اخوند په امر به په یاده غونډه کې ګډون کوي، په کلکه رد کړې ده.
طالبانو ویلي دي:
«موږ دا ډول افواهات ردوو او په صراحت سره وایو چې د اسلامي امارت محترم زعیم په دې غونډو کې د ګډون لپاره هیڅ چا ته هم وظیفه نه ده سپارلې او نه هم د اسلامي امارت رهبري شوری په دې غونډو کې د ګډون فیصله کړې ده.»
طالبانو ویلي دي، تر څو یې چې شرطونه نه وي منل شوي، د سولې په اړه روان مذاکرات هسې بې مفهومه دي.
«اسلامي امارت لکه څرنګه چي یې د پګواش په کانفرانس کې وضاحت وکړ اوس یو ځل بیا هم هغه دریځ تکراروي، تر څو چې د افغانستان اشغال پای ته نه وي رسیدلی، تور لستونه نه وي ختم شوي او مظلوم بندیان نه وي ازاد شوي، بي مفهومه او تیر ایستونکي مذا کرات به هیڅ نتیجه هم ور نه کړي.»
طالبانو په اعلامیه کې هغه رسنۍ مخاطب ګرځولي دي، کومې چې بې اساسه او درواغجن راپورونه خپروي، او ویلي یې دي، چې:
«هر هغه خبر چې د اسلامي امارت د رسمي ویندویانو او سیاسي دفتر له لوري نه وي تائيد شوی، هغه دي اسلامي امارت ته نه منسوبوي.»

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button