د المان چارواکو تېر کال ۴۴۲ زره کډوال منلي دي

کابل ټکی کام ۱۵کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
یوروسټاټ د احصایې ادارې د مدیریت په حواله خبر ور کړی دی، چې د المان چارواکو تېر کال (۲۰۱۵م) کې ۴۴۲ زره کډوال منلي دي.
په راپور کې راغلي دي، چې د کډوالو یاده شمېره د اروپايي هېوادونو په منځ کې تر ټولو لویه شمېره ده.
راپور کښلي دي چې:
«المان ته چې ۴۴۱ زره او ۸ سوه کډوال راغلي دي، د ۲۰۱۴م کال په پرتله ۱۵۵ سلنه زیات دي.»
راپور هنګري هېواد ته درېیم ځای ور کړی دی، چې ۱۷۴زره کډوال یې منلي دي.
همدا راز یې هغه هېوادونه چې ۳۰۰ کډوال یې منلي دي، لیتوانیا، سلوینیا او سلواکیا هېوادونه یاد کړي دي.
یوروسټاټ پخپل خپور کړي راپور کې ویلي دي، چې ۱.۲۵ ملیونه تنه کډوال چې افغانان، سوریایان او عراقیان پکې شامل دي، په ۲۰۱۵م کال کې د اروپايي اتحادیې هېوادونو ته د پناه غوښتنلیکونه ور کړي دي.
له بلې خوا د اروپايي اتحادیې د بهرني سرحدي کنټرول ادارې ویلي دي، چې په ۲۰۱۵م کال کې اروپايي اتحادیې ته ۱،۸ میلیونه کډوال راغلي دي.
د یادولو ده، چې اروپایي کمیسون ویلي دي، چې د کډوالو ننۍ روانه ستونزه له دویمې جګړې څخه وروسته تر ټولو لوی کړکېچ دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button