کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۷ وری، ۱۴۰۴ل)
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند جنرال یحیی سریع ویلي، چې د امریکا نوې تېری کوونکې طرحه یې شنډه کړې او دا څلورمه اوونۍ ده، چې د امریکايي بریدونو په غبرګون کې د هغوی جنګي بېړۍ په نښه کوي.
یحیی سریع زیاته کړې، چې تازه یې د ترومان په نامه د الوتکو وړونکې بېړۍ د بالستیک توغندي پر مټ په نښه کړې ده.
د ویلو ده، چې د تېرې مارچ میاشتې له ۱۵ نېټې په یمن د امریکایي اشغالګرو هوایي بریدونه دوام لري؛ خو لا یې هم پر وړاندې د یمني ځواکونو مقاومت روان دی او ورځ تر بلې د پیاوړي کېدو په درشل کې دی.

















