کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۷ وری، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې، د ننګرهار مرستيال والي مولوي عزيزالله مصطفی په مشرۍ چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئيس ښاغلي باﺯمحمد عبدالرحمٰن یې ملتیا کوله، یو لوړپوړي پلاوي تورخم فرضي کرښې ته سفر کړی او له پاکستان څخه د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو د دويمې څپې بهير له نږدې څارنې ترڅنګ يې د کمپ مسئول محمد هاشم ميوندوال، له اړوندو ادارو، مؤسسو او بېرته راستنو شويو کورنيو سره جلا جلا کتلي دي.
د ولایت مرستيال په دغه سفر کې د ادارو ترمنځ پر همغږۍ، موجوده زيربناوو ته پر پاملرنه او د اړوندو مؤسسو له خوا د مرستو د رسولو پر چټکتيا ټينګار کړی.
دغه راز د کډوالو چارو رئيس ښاغلي باﺯمحمد عبدالرحمٰن په فرضي کرښه کې د لومړنيو اړتياو، په عمر کمپ کې د لنډ مهال مېشته کېدنې، د خوړو، روغتيا، پاکو اوبو، ترانسپورت، نغدي او خوراکي توکو مرستو او نورو برخو کې د امکاناتو له شتون څخه ډاډ ورکړی او په دې برخه کې يې د نورو هڅو تر سره کولو ژمنه هم کړې ده.
د ننګرهار د کډوالو چارو رياست د مسولينو د معلوماتو پر بنسټ، د تېرې ورځې راهيسې له پاکستان څخه ۳۱۶ کورنۍ، چې شمېر يې ۱۵۸۹ تنو ته رسېږي، بېرته هېواد ته ستانه شوي دي. له ډلې يې ۹۲ کورنۍ په اجباري ډول راايستل شوي، چې د اړوندو ادارو له خوا ورته د بشردوستانه مرستو رسولو هڅې دوام لري.

















