د غزې جګړه؛ حماس ځواکونو سره نښتو کې ګڼو صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۷ وری، ۱۴۰۴ل)

له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د یادې تړانګې په ختیځې “شجاعیه” سیمه کې د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا جنګیالیو سره په خونړیو نښتو کې ګڼ شمېر صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

عزالدین القسام لېوا په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د ځواکونو یې د صهیونیستي ترهګر او اشغالګر ريژیم پوځیانو سره مخامخ نښتې کړي او د وحشي پوځ یو زغروال ټانک یې په “یاسین ۱۰۵” توغندي هدف ګرځولی، په بشپړه توګه ویجاړ شوی او په پایله کې یې ۳ تنه اشغالګر پوځیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د ویلو ده، چې اسرائیلي رسنیو هم غزه کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې پخلی کړی؛ خو د کره شمېرو په هکله یې څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

Back to top button