د هرات ۹۶ سلنه زعفران نړیوالو بازارونو ته صادرېږي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ وری، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د زعفرانو اتحاديې د معلوماتو له مخې، چې د هرات ولايت ۹۶ سلنه زعفران نړیوالو بازارونو ته صادرېږي.

د هرات ولايت مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي ، چې د هرات زعفرانو د کیفیت لوړوالي او نړیوال شهرت اوس عمان، هند او يو شمېر نورو عربي هيوادونو ته د دې محصول د صادراتو د زياتوالي زمینه برابرې کړې ده.

د اتحاديې د ورکړو معلوماتو پر بنسټ، دا مهال د یو کیلو ښه زعفرانو بیه تر ۱۱۰٬۰۰۰ افغانیو رسېدلې چې همدا لوړ قيمت د دې لامل شوی چې د زعفرانو کرلو سره د بزګرانو ليوالتيا زياته شوې ده او دا مهال د هرات د زعفرانو کر سطحې اندازه ۹ زره هکتاره ته رسېدلې، چې یوازې په تېر یو کال کې ۱۰۰۰ هکتاره ډېره شوې ده.

هرات، چې د هېواد د زعفرانو اصلي مرکز ګڼل کېږي، د مناسب اقلیم او د بزګرانو د اوږدمهالې تجربې له برکته، هر کال د هرات زعفران د لوړ کيفيت له امله په لومړۍ درجه راځي.

مربوطه مطالب

Back to top button