افغان کډوالو ته د چمتووالي او اسانتیاوو برابرولو په موخه ناسته او پريکړې شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ وری، ۱۴۰۴ل)

‏د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو د سرپرست وزیر ښاغلي مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د افغان کډوالو د نوې جوپــې پیل ته د چمتووالي، اسانتیاوو برابرولو، له اړونده نړيوالو ادارو او حکومتي بنسټونو سره د همغږۍ په موخه په ناسته کې پريکړې شوي او د کډوالو د نوې جوپې لپاره چمتو شوي پلان ارزونه شوې.

د مهاجرينو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت د سرپرست وزیر له لوري سپارښتنه شوې څو د کډوالو د ثبت پروسې ګړندي کولو په موخه دې د اړتیا وړ توکي، وسایل او مسلکي کسان د کډوالو د مديريت او همدارنګه د ياد وزارت له خوا دې يو پلاوی هم د کډوالو د اړتياوو ارزونې په موخه پولو ته ولیږل شي.

دغه راز پريکړه شوې، چې د اسلامي امارت د زعیم له فرمان سره سم دې د کډوالو د ستونزو د حل په موخه د امارتي ادارو همکارۍ او مرستې راجلب کړل شي او د همغږۍ لپاره دې د کډوالو له عالي کمېسیون او د هغه له کمیټو سره ناستې دوامداره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button