کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ وری، ۱۴۰۴ل)
له هغه وروسته چې تیره ورځ د مصر په پلازمینه قاهره کې د حماس اسلامي غورځنګ او صهیونیستي ريژیم ترمنځ د اوربند په اړه خبرې بې له کومې پایلې پای ته ورسېدې، یاد غورځنګ ویلي، چې ځواکونه مو پیاوړي دي او کلونه جګړه کولی شو.
د یاد غورځنګ د مشرتابه شوری یو غړي باسم نعیم اسنا خبري آژانس ته ویلي، چې د مصري چارواکو لخوا وړاندې شوې طرحه کې ترې د تسلیمۍ غوښتنه شوې؛ خو موږ داسې څوک نه یو چې د غزې واک کومې بل هېواد یا ډلې ته وسپارو او وسلې پر ځمکه کېږدو.
نوموړي صهیونیستي ريژیم تورن کړی، چې یوازې ولسي وګړي په نښه کوي او عامه شتمنۍ زیانمنوي چې د جګړې له نړیوالو اصولو ښکاره سړغړونه ده او نړیوال یې باید مخه ونیسي.
باسم نعیم د خپلو خبرو پر دوام ټینګار کړی، که صهیونیستي ريژیم غواړي بندیان یې خوشې شي نو زموږ شرائط به مني او تعامل به کوي.

















