کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶وری، ۱۴۰۴ل)
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، هېواد کې د بېکارۍ کمولو او افغانانو ته د کاري فرصتونو برابرولو په موخه یې قطر سره د افغان کارګرو د لېږد په تړاو لومړنۍ هوکړه کړې ده.
نوموړی زياتوي:« اوسمهال د کارګرو د استولو په څرنګوالي کار روان دی».
د دغه وزارت ویاند سمیعالله ابراهیمي ویلي، هڅې روانې دي، چې د وړاندیز شوې مسودې له وروستي تایید وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ رسمي هوکړه لاسلیک شي.


















