انصارالله: امریکا اسرائیلو ته وسلې ورکوي؛ خو د خپلو غلامانو په خوله مقاومت ته د وسلې ایښودلو وړاندیزونه کوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ وری، ۱۴۰۴ل)

د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ ویاند “نصرالدین عامر” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکا ظالمانو ته وسلې ورکوي او مظلومان بې وسلې کوي.

نوموړي چې د مقاومت اړوند “المیسرة” تلویزیوني شبکې سره یې خبرې کولې وویل: امریکا اسرائیلي دښمنانو ته د وسلو او بمونو د ورکولو لړۍ ته په بې شرمانه توګه دوام ورکوي؛ خو د خپلو غلامانو په خوله مقاومت څخه د بې وسلې کېدو غوښتنه کوي.

عامر د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې دا څه منافقت او بې حیایي ده د مظلوم بې وسلې کول لاسونه یې تړل او قاتل ته وسلې ورکول.؟

د ویلو ده، که څه هم د انصارالله غورځنګ ویاند د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی؛ خو تېره ورځ مصر حماس اسلامي غورځنګ ته د وسلې اېښودلو وړاندیز کړی و، چې یاد غورځنګ یې غوښتنه په کلکه رد کړه او د مقاومت د دوام ژمنه یې یوځل بیا تکرار کړه.

مربوطه مطالب

Back to top button