کابل ټکی کام (سه شنبه ۲۶ وری، ۱۴۰۴ل)
له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د یادې تړانګې “الزیتون” سیمه کې حماس ځواکونو سره نښتو کې دوه تنه صهیونیستي اشغالګر پوځیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
د مقاومت سرچینو “الأقصی” تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې نښتې وروسته له هغه پیل شوي، چې د دوی ځواکونو په الزیتون سیمه کې په راټولو شویو صهیونیستي پوځیانو ناڅاپي برید وکړ او ګڼو اشغالګرو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
سرچینې وایي، چې جګړه لا هم روانه ده او د صهیونیستي ريژیم چورلکې هڅه کوي، چې له سیمې خپل وژل شوي او ټپیان شوي پوځیان وباسي؛ خو په خبره یې لا هم نه دي توانیدلي، چې سیمه کې ناسته وکړي.


















