اقتصادي کمېسیون د ملي پراختیا ستراتيژۍ مسوده تایید کړه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶وری، ۱۴۰۴ل)

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه کې د ملي پراختیا ستراتيژۍ مسوده له هراړخیزې ارزونې وروسته او د اقتصادي کمېسیون له لوري د راغلو تعدیلاتو په پام کې نیولو سره تایید شوه.
اقتصادي معاونيت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د ملي پراختیا ستراتيژۍ مسوده هغه جامع، واحد او اوږدمهاله سند دی چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د هېواد د بنسټیزو ملي موخو د تعیین او ترلاسه کولو په پار د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت په مشرۍ، د اقتصاد وزارت په سکرتریت او د اړوندو سکټوري وزارتونو په ګډه همکارۍ چمتو شوی دی.
خبرپاڼه کې زياته شوې په دغه ستراتيژي د یو باثباته، هوسا او له سیمې او نړۍ سره په ښو اړیکو سمبال افغانستان لیدلوری لري چې موخې یې:«د اسلامي شریعي قانون ټینګښت، د اغېزمنتیا، روڼتیا او حساب ورکونې اصل تأمینول، د سیمې او نړۍ سره د اغېزمنو او نېکو اړیکو پراختیا، د زېربنا پراختیا او سیمه‌ییز اتصال، د ټولنیز خوندیتوب او د ژوند چاپېریال ښه والی» دی.
همدارنګه د اقتصادي کمېسیون په دې غونډه کې مالیې وزارت ته دنده سپارل شوې څو د نورستان ولایت په منډول ولسوالۍ کې پر طبیعي حوض او د دغه ولایت د نورګرام ولسوالۍ په کله‌ګوش سیمه کې
د برېښنا بندونو د امکان سنجۍ مطالعاتو ترسره کولو پروژې د ۱۴۰۴مالي کال په بودیجه کې ونیسي.
همدارنګه د غونډې په پای کې د خصوصي سکټور له لوري د بغلان ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د تیر پارک جوړولو او د غزني ولایت په مرکز کې تر ځمکې لاندې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحې هم تایید شوې.
اقتصادي معاونيت خبرپاڼه کې ليکلي چې د یادو طرحو له مخې به خصوصي سکټور په خنجان ولسوالۍ کې د تیر پارک جوړولو په موخه ۲۰۹ میلیونه افغانۍ او په غزني ښار کې تر ځمکې لاندې سوداګریز مارکېټ جوړولو په موخه چې ۵۱۱دوکانونه به ولري، ۳۰۹ میلیونه افغانۍ پانګونه کوي.
اقتصادي معاونيت وايي، چې ياد موضوعات د منظورۍ په موخه د مشرتابه مقام دفتر ته استول شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button