پنجشنبه, اپریل 30, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

پر حديده بندر د بريد په اړه د سعودي او اماراتو اختلاف؛ يمن وايي په يو وخت درې جبهاتو کې جګړې ته چمتو دي

ح جلال نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2025
کټګوریانې: خبرونه, نړۍ
0
18
ځلې شریک شوی
223
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷وری، ۱۴۰۴ل)

د راپورونو له مخې، متحده عرب امارات غواړي چې د اسرائیلو په ملتیا د یمن پر حدیده بندر برید وکړي ترڅو له حوثیانو یې ونیسي، خو په دې اړه سعودي عربستان له اماراتو سره اختلاف ښودلی دی.
سعودي عربستان ويلي، حکومت يې ډاډه نه دی چې دغه جګړه دې له يمن څخه وګټل شي او ويره لري چې په راتلونکي کې به يوځل بيا د يمن د حوثيانو تر شديدو توغنديزي بريدونو لاندې راشي.
سعودي عربستان د سه شنبې په ورځ څرګنده کړې چې متحده عربي اماراتو د یمن سواحلو ته نږدې خپلو اډو ته بهرني مزدور جنګیاليو لېږدول پیل کړي دي.
هغه ټولنیزې رسنۍ چې د سعودي استخباراتو پورې تړاو لري، د داسې ویډیوګانو خپرولو ته دوام ورکړی چې پکې ښکاري بهرني جنګیالي چې ویل کېږي زیاتره یې “کولمبیایان” دي د صومال په بورتلاند سیمه کې د اماراتو یوې ځان‌واکې اډې ته انتقالېږي.
متحده عربي امارات هلته یوه نظامي اډه لري چې “بصوصو” نومېږي.
یاده اډه د صومال د سواحلو په څنډو کې، د عدن خلیج ته مخامخ، د باب المندب له لورې پرته ده.
تر اوسه پورې دا نه ده څرګنده چې د اماراتو دا نوې خوځښت ولې ترسره کېږي، خو دا عمل له هغو راپورونو سره یو ځای شوی چې پکې ویل شوي امارات د اسرائیلي رادارونو نصبولو ته هم مخه کړې. او داسې ښکاري چې امارات غواړي په یمن کې د ځمکنۍ جګړې له لارې بريد وکړي.
امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې سعودي عربستان د اماراتو دا ګام نه تاییدوي او ورسره مخالفت لري.
پخوا رسنیو راپور ورکړی و چې متحده عربي امارات د ۸۰ زرو عسکرو د راجلبولو هڅې کوي، ترڅو د یمن د لوېدیځو سواحلو پر حدیده بندر برید وکړي او هغه تر خپل کنټرول لاندې راولي.
له بله پلوه د انصارالله د سیاسي دفتر غړي محمد البخیتي، د یمن پر ضد د اماراتي برید پلان ته غبرګون کې پپ درېیو جبهاتو کې جګړې ته چمتوالی ښودلی.
په همدې تړاو د انصارالله د سیاسي دفتر غړي محمد البخیتي ويلي، چې یمن چمتو دی په یو وخت کې په درېیو جبهاتو – داخلي، سیمه‌ییزه او نړیواله – جګړه وکړي، تر څو د غزې د ملاتړ عملیات دوام ومومي. هغه د سعودي-اماراتي ائتلاف ملاتړو ته د داخلي کړکېچ له هر ډول لوړولو څخه خبرداری ورکړ.
البخیتي وویل: “د امریکا لاسپوڅي هڅه کوي چې سیمه‌ییزې او کورنيو جبهو کې احساسات راوپاروي.” او زیاته یې کړه:”موږ خپلو وروڼو ته په غزه کې ډاډ ورکوو چې زموږ د هغوی ملاتړ کوونکي پوځي عملیات به د الله په مرسته دوام ومومي، حتی که اړ شو چې په درېیو جبهاتو جګړه وکړو – نړیواله، سیمه‌ییزه او کورنۍ نو هيڅ به شاته نه شو.”
څارونکي وایي، دا د هغه پلان هڅه ده چې د یمن هغه عملیات ودرول شي چې د فلسطین د مظلوم ملت ملاتړ کوي.
د يادونې ده، په ۲۰۱۵ کال کې چې سعودي عربستان او اماراتو د یمن پر ضد جګړه پیل کړه، هغوی له بهرنیو مزدورانو (چې پکې کولمبیایان هم شامل وو) څخه کار اخیستی و، خو دا جګړه له سترې ناکامۍ سره مخ شوه.

دا هم ولولئ

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

مخکینې مطلب

د حماس برید صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې

بل مطلب

مجاهد: افغانستان کې شته وسلې هېچا ته خطر نه دي

ځانګړي مطالب

افغانستان

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
افغانستان

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
افغانستان

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
خبرونه

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026

وروستي

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com