کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ وری، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت مرکزي ویاند “ذبیح الله مجاهد” له المان غږ رادیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي، چې افغانستان که شته وسلې هېچا ته خطر نه دي.
مجاهد دغه راز زیاته کړې، چې د افغانستان دیپلوماتیکې اړېکې له روسیې سره د باور وړ دي.
ښاغلي مجاهد یوځل بیا ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت د مشرانو په مینځ کې هېڅ ډول اختلافات شتون نه لري.
د اسلامي امارت ویاند د خپلو خبرو پر دوام یوځل بیا د باګرام په هوایي ډګر کې د کومې بهرنۍ الوتکې د ناستې په اړه خپاره شوي راپورونه په کلکه رد کړي دي.
مجاهد دغه راز ویلي، چې ځینې ګاونډي هېوادونه یو خپلواک افغانستان نه غواړي. مجاهد د امریکا د مرستو په اړه د پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې د امریکا له لوري افغانستان سره هېڅ مرسته نه ده شوې او نه ترې د مرستې کولو توقع لرو.
د ویلو ده، چې د اسلامي امارت ویاند یوځل بیا ټینګار کړی، چې له هېوادونو سره د افغانستان په خپلواکۍ او د افغانستان په داخلي چارو کې د نه لاسوهنې په شرط اړېکو ټینګولو ته چمتو یو.


















