د پاکستان یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته راورسېد

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ وری، ۱۴۰۴ل)

‏د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق پر مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی د یو ورځني سفر لپاره د افغانستان پلازمېنې کابل ته راورسېد.

دا پلاوی به د پاکستان او افغانستان د همغږۍ ګډې کمېټې په غونډه کې ګډون وکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال عبدالقیوم ذاکر به په دې غونډه کې د افغان لوري مشري وکړي.

د ویلو ده، چې د پاکستان او افغانستان د همغږۍ ګډې کمېټې وروستۍ غونډه د ۲۰۲۴م کال په جنورۍ کې د پاکستان پرکوربتوب ترسره شوې وه.

مربوطه مطالب

Back to top button