یمني ځواکونو اشغالي فلسطین کې د بريښنا ستر تأسیسات ویشتلي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۸ وری، ۱۴۰۴ل)

د راپورونو له مخې د یمن وسله والو ځواکونو د اشغالي فلسطین په عسقلان ښار کې د صهیونیستي ريژیم اړوند د برېښنا ستر تأسیسات د بې پیلوټه الوتکو پرمټ هدف ګرځولي دي.

اسرائیلي رسنۍ وایي، چې تر برید وروسته یادو تأسیساتو کې ستره اورلګېدنه رامنځته شوې او د برېښنا د پرچاوي لامل شوې ده.

د ویلو ده، چې یمني ځواکونو ته نږدې سرچینو د برید مسؤلیت منلی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button