د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د يوه پلاوي په مشرۍ نن کابل ته راځي

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۰ وری، ۱۴۰۴ل)

‏د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار به نن (شنبه، د وري ۳۰مه) د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راشي.

ياد وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه پلاوی به د اسلامي امارت له رییس‌الوزرا، د رییس‌الوزرا له اقتصادي مرستیال او د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د اړیکو پیاوړتیا، امنيت، سوداګرۍ او دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړي.

د پاکستان لوړپوړی پلاوی په داسې حال کې کابل ته راځي چې اسلام‌اباد د څو ورځو راهیسې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ د یوه لوړپوړي افغان پلاوي کوربه‌توب کوي.

په وروستيو کې د دواړو هېوادونو د لوړې کچې پلاوو په تګ راتګ کې زياتوالی راغلی چې د شنونکو په باور دغه تودې اړيکې د دواړو هېوادونو په اقتصاد، امنيت او سوداګرۍ کې زياتوالی راوستلای شي.

مربوطه مطالب

Back to top button