هلمند: پوليسو ۵ تنه انسان‌تښتوونکي نیولي او په يوه ترافیکي پېښه کې ۶ تنه مړه شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۰ وری، ۱۴۰۴ل)

د هلمند سیمه‌ییز مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په باغران ولسوالۍ کې پوليسو پنځه تنه انسان‌تښتوونکي نیولي شوي او یو تن یې له منګولو ژغورلی او دغه راز په يوه بله پېښه کې د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان مړه شوي دي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ عبدالباري راشد وايي، ترافيکي پېښه پرون ماښام د ګرمسېر ولسوالۍ اړوند د کوشتې په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې یو فیلډر موټر د بغرا ویالې ته ولوېد.

د معلوماتو له مخې، په وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دغه راز حافظ عبدالباري راشد وايي،، چې ياد انسان تښوونکي د باغران ولسوالۍ له مرکز څخه شاوخوا ۳۰ کیلومتره لرې، د نوزاد ولسوالۍ له پولو سره نږدې سیمه کې نیول شوي دي.

هغه زیاته کړه چې نیول شویو انسان‌تښتوونکو له شمالي وزیرستانه یو تن تښتولی و، له کورنۍ یې د ۷۰ میلیونه کلدارو غوښتنه کوله او وروسته یې نوموړی د هلمند باغران ولسوالۍ ته را انتقال کړی و.

راشد وویل، له دغو کسانو څخه تښتوول شوی کس ژغورل شوی او زياتوي چې له انسان تښوونکو څخه یو میل کلاشنکوف او یو میل تومانچه هم نيول

شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button