په یمن د امریکا وحشیانه بریدونه؛ د شهیدانو شمېر ۷۴ تنو ته ورسید

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۰ وری، ۱۴۰۴ل)

د یمن روغتیا وزارت ویلي، د یاد هېواد سور سمندر ساحل کې د تېلو پر یوه ترمینل راس عیسی د امریکایي اشغالګرو هوایي بریدونو کې ۷۴ تنو ژوند بایللی او ۱۷۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د امریکا پوځ ویلي، پر راس عیسی یې د دې له کبله بریدونه کړي، چې د یمني ځواکونو عایداتي سرچینې له منځه یوسي.

د امریکایي پوځ مرکزي قومندانۍ سېنټکام هم ویلي، د دغو بریدونو موخه یې د یمني ځواکونو اقتصادي سرچینو له منځه وړل وو.

دویلو ده، چې یمني ځواکونه چې د غزې پر ملاتړ وخت ناوخت سورسمندرګي کې د اشغالګرو او د هغوی ملاتړو په بېړیو باندې بریدونه کوي، چې له کبله یې اشغالګرو او ملاتړو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي او امریکا هم په همدې غبرګون کې پر یمن خونړي بریدونه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button