د صنعت او سوداګرۍ وزير د پاکستان کورنیو چارو وزارت له مرستیال سره د کډوالو بېرته ستنېدولو پر پروسې خبرې کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۰ وری، ۱۴۰۴ل)

‏د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په پاکستان کې د هغه هېواد د کورنیو چارو وزارت له مرستیال محمد خُرم اغا سره په کتنه کې په خپله خوښه د افغان کډوالو بېرته ستنېدولو د پروسې پر مدیریت خبرې کړي او د افغانستان، پاکستان او کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېسارۍ «UNHCR» ترمنځ د درې اړخیزې کمېټې د جوړيدو غوښتنه يې کړې ده.
ښاغلي عزیزي په دې کتنه کې له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو جبري ستنېدولو په اړه خپله اندېښنه شریکه کړې زياته کړې ده چې د کډوالو جبري ستنېدو، د کډوالو شخصي وسایلو انتقال اجازه، پاکستان کې د افغانانو شخصي شتمنیو ساتنې، د هغوی حقوقي مسایلو او جایدادونو مهم موارد یاد کړي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په جدې ډول تر بحث لاندې ونیول شي.

مربوطه مطالب

Back to top button