د قزاقستان د لومړي وزير مرستیال او د اقتصاد وزیر په مشرۍ يو پلاوی کابل ته راځي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳۱ وری، ۱۴۰۴ل)

‏د قزاقستان رسنيو د دې هېواد د چارواکو له قوله ليکلي، چې د روانې اپريل میاشتې پر ۲۱مه نېټه به د قزاقستان د لومړي وزير د مرستيال او د دې هېواد د اقتصاد وزير پر مشرۍ یو پلاوی کابل ته راشي.

قزاقي چارواکو د ياد پلاوي د سفر موخه د افغانستان اسلامي امارت د سرپرست حکومت له مسوولینو سره پر سوداګرۍ او اقتصادي مسايلو بحث او په کابل کې د افغان او قزاقي توکو د ګډ نندارتون پرانيسته بللې ده.

په کابل کې د قزاقستان شارژدافیر ګزیز اکباسوف د ياد سفر په اړه ويلي، چې قزاقستان افغانستان ته په سيمه کې د خپل يوه مهم او اقتصادي ظرفيت لرونکي شريک په سترګه ګوري او زياته کړې ده چې هېواد یې چمتو دی څو په بشري، د کانونو، ټرانزیټ، لوجيسټيک او کرنې برخو کې هم له کابل سره همکاريو ته پراختيا ورکړي.

په عين حال کې د اقتصاد وزارت وياند عبدالرحمان حبيب وايي: کابل ته د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال او د ملي اقتصادي چارو وزیر تر مشرۍ لاندې د قزاقستاني پلاوي د سفر هرکلی کوي او زياتوي چې د سوداګريزو او ټرانزيټي اړيکو پراختيا لپاره دغه سفرونو د دواړو هېوادونو پر ګټه دي.

مربوطه مطالب

Back to top button