د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس د یو شمېر لوړپوړو چارواکو دندې بدلې شوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۶ غویی، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه حکم پر بنسټ، یو شمېر امارتي چارواکي پر نوو دندو ټاکل شوي دي.

د اسلامي امارت د وياند مرستيال حمدالله فطرت پر خپل رسمي اکس اکاونټ د مسوولينو د تازه بدلونونو په اړه په لاندې ډول جزيات خپاره کړي دي.

نوموړي ليکلي، ملا شیر محمد شریف، چې وړاندې د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو عمومي رئیس و، د زابل ولایت د نوي والي په توګه ټاکل شوی، مولوي حزب الله افغان، چې پخوا د زابل والي و، اوس د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو عمومي رئیس ټاکل شوی دی.

نوموړی زياتوي، ملا جان محمد حمزه، د تخار ولایت پخوانی امنیه قومندان، د کابل ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د رئیس په توګه ګمارل شوی؛ مولوي سیف‌الله، چې پخوا د سرپل ولایت د استخباراتو رئیس و، د بلخ ولایت د حیرتان بندر د کمېسار په توګه ټاکل شوی؛ مولوي عبیدالله، د کابل ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ پخوانی رئیس، د بلخ ولایت د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست ته د رئیس په توګه وټاکل شو؛ مولوي حسین الله زاهد، چې وړاندې د حیرتان بندر کمېسار و، د جوزجان ولایت د آقچې ولسوالۍ د ولسوال په توګه مقرر شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button