په غزني کې د اوبو د بند او کانال د جوړېدو کار پیل شو

کابل ټکی کام (شنبه، ۶ غویی، ۱۴۰۴ل)
د غزني ولایت په اجرستان او زنه خان ولسوالیو کې د اوبو د یوه بند او یوه کانال د جوړېدو چارې پیل شوې.
د غزني د اوبو او انرژۍ ریاست د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د زنه خان ولسوالۍ د فقیرخېل کلي کې د ۵۰ مترو اوږدوالي او ۶ مترو لوړوالي یو بند د جوړېدو کار پیل شوی دی. دغه بند به د ۶۰۰۰ مترمکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا ولري.
همداراز، خبرپاڼه زیاتوي چې د اجرستان ولسوالۍ د بایي کلي کې د ۳۱۸ مترو اوږدوالي د اوبو د يوه کانال د جوړېدو چارې هم پیل شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، د دغو دواړو پروژو ټولیز لګښت ۷.۵ میلیونه افغانۍ دی، چې د اوبو او انرژۍ وزارت له بودیجې څخه تمویلېږي.



