په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په لوېديځه غاړه د صهيونېست اسرائيلي اشغالګرو پر ضد ۲۲ مقاومتي عملیات ترسره شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۶ غویی، ۱۴۰۴ل)
د فلسطين د اطلاعاتو مرکز د راپور له مخې، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د فلسطیني مقاومت ډلو د اسرائيلي اشغالګرو ځواکونو او مېشتو صهیونيستانو پر ضد په لوېديځه غاړه کې ۲۲ مقاومتي عملیات ترسره کړي دي.
د معلوماتو مرکز وايي، نښتې او بریدونه د بیت المقدس، جنین، قلقیلیه، نابلس، بیت لحم، اريحا او الخلیل په بېلابېلو سیمو کې شوي دي.
په بیت المقدس کې د حزما او بيت عنان سیمې، په جنین کې د فقوعه، جنین ښار او جنین کمپ، په قلقیلیه کې د کفر قدوم کلی د نښتو شاهد و.
راپور زياتوي، په نابلس کې د بيتا، سالم، بورین او ولسي استوګنځایونو په سیمو کې شدیدې نښتې رامنځته شوي دي.
په بيت لحم کې د دهيشه کمپ او د حوسان کلي اوسېدونکو د اشغالګرو ځواکونو او مېشتو پر ضد بریدونه کړي دي.
په اريحا کې د العوجا سیمې خلک د مېشتو پر وسایطو د تيږو ګذارونه کړي، او په الخلیل کې د الفوار او العروب کمپونو او د اذنا په کلي کې هم نښتې شوي دي.
د فلسطين د اطلاعاتو مرکز وايي، دغه نښتې د فلسطیني ځوانانو او مقاومت له خوا د اسرائيلي اشغالګرو د ورځنیو یرغلونو او نیونو په غبرګون کې رامنځته شوې دي.



