کابل ټکی کام (يکشنبه، ۷ غویی، ۱۴۰۴ل)
د اسراییلي پوځ پخواني جنرال او پوځي شنونکي آفي اشکنازي ويلي، چې حماس د غزې په جګړه کې د اسراییلي پوځ پر ضد يوه منظمه او اغېزمنه ګوریلایي جګړه پرمخ وړي.
اشکنازي زياتوي، چې د حماس جنګيالي د کوچنيو خوندي او مخفي مورچلو، تونلونو او ميداني تاکتيکونو په مرسته، د اسراییلي پوځ پر ضد شديد مقاومت کوي.
د نوموړي په وینا، د بيت حانون وروستی برید د حماس د يوې پراخې عملياتي لړۍ برخه ده، چې د پوځ په لیکو کې يې درانه تلفات اړولي دي.
هغه وايي، حماس د ورځې په رڼا کې د کمينونو له لارې بريدونه ترسره کوي، چې ضد زرهي توغندي، سنایپر بریدونه او چاودېدونکي توکي پکې کاروي.
اشکنازي، د جګړې وضعيت “سست او پېچلی” بللی او زیاتوي چې د حماس له خوا د ۵۹ يرغمل شويو کسانو شتون د اسراییلي پوځ عملياتو ته جدي محدوديتونه پېښ کړي دي.
د اشکنازي په خبره، اصلي ستونزه پوځي نه ده، بلکې د اسراییلي حکومت دننه د پرېکړو نه شتون او روښانه سياسي اختلافات دي. نوموړی وایي، د وزیر سموټریچ لخوا د پوځ د مشر پر ضد نیوکې د حکومت او پوځ ترمنځ د بې اتفاقۍ څرګندونه کوي، چې د پوځ مورال يې سخت اغېزمن کړی دی.
په ورته مهال، د اسراییلي عسکرو د کورنيو غړو خواشينوونکي وژنې ښيي، چې د سياسي ناکامۍ له امله پوځیان د جګړې اصلي بار وړي او د جګړې له اوږدېدو سره، د اسراییلي ټولنې دننه خپګان او نااميدي ورځ تر بلې زیاتېږي.















