کابل ټکی کام (يکشنبه، ۷ غویی، ۱۴۰۴ل)
په هرات ولایت کې د ۱۴۰۴ کال د تعلیمي کال له پیل سره سم د ۸۶ میلیونه ۴۰۷ زره افغانیو په لګښت د ۲۹ تعلیمي پروژو کار په رسمي توګه پیل شو.
د هرات ولايت مطبوعاتي دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې دغه پروژو کې د ښوونځيو دیوالونه، مبرزې، د اوبو رسونې څاګانې او د درسي صنفونو جوړول شامل دي.
په هرات کې د معارف رياست مسئولین وايي، چې د دې پروژو موخه د تعلیمي چاپېریال خوندي کول او د زده کوونکو لپاره یو مناسب او پرمختللې تعلیمي فضا رامنځته کول دي.















