يمني ځواکونو د بې پيلوټه الوتکو پر مټ د صهيونيستي اشغالګرو اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۷ غویی، ۱۴۰۴ل)

د فلسطیني ولس او مجاهدینو د ملاتړ او د اسراییلي رژیم لخوا د غزې په خلکو د ترسره کېدونکې عام وژنې او امریکايي ملاتړ ته د غبرګون په توګه د یمن وسله‌ والو ځواکونو د هوايي بې‌ پیلوټه ځواکونو له لارې دوه هممهاله نظامي عملیات ترسره کړل.
لومړۍ بې‌ پیلوټه الوتکې د اشغالګر اسراییلي رژیم یو مهم هدف د یافا په نیول شوې سیمه کې په نښه کړ.
دویمه بې‌ پیلوټه الوتکه بیا د اشغالګرو یو بل مهم هدف د عسقلان په نیول شوې سیمه کې وویشت.
همداراز، د یمن د خاورې پر وړاندې د امریکا د دوامداره بریدونو په ځواب کې، د یمن د هوايي بې‌ پیلوټه ځواکونو او سمندري ځواکونو له خوا یو ګډ نظامي عملیات ترسره شول.
د امریکا د جنګي بېړیو، په تېره بیا د “ترومان” نومې هوايي بېړۍ چې د سور سمندرګي په شمال کې ځای پر ځای شوې وه، په بې‌پیلوټه الوتکو برید وشو.
په دې هکله د يمني ځواکونو له لوري خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې خپل نظامي عملیات به د اشغال شوي فلسطین ټولو سيمو ته پراخوي.

مربوطه مطالب

Back to top button