ولسمشر اردوغان: سوریه کې فدرالي نظام یوازې یو خوب دی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ غویی، ۱۴۰۴ل)

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې اسرائیل په سوریه کې پاروونکي اقدامات کوي، هڅه کوي، چې سوریه په څو ټوټو وویشي؛ خو د فدرالي نظام هڅې به یې یوازې یو خوب پاتې شي.

ولسمشر اردوغان ویلي، چې اسرائیل په سوریه کې داسې اقدامات ترسره کوي چې په هېڅ توګه د منلو وړ نه دي نوموړي ټینګار وکړ چې د سوریې خاوره به یو موټی پاتې شي او هېڅ ډول فدرالي نظام به پکې نه جوړېږي.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د هغه راپورونو په غبرګون کې کړې، چې ښيي اسرائیل په پرله‌پسې توګه د سوریې په خاوره بریدونه کوي او د ځینو اقلیتونو له لوري د فدرالي حاکمیت هڅې هم روانې دي. ولسمشر اردغان زیاته کړه چې د سوریې تجزیه د ځینو بهرنيو قدرتونو خوب دی، خو دا خوب به هېڅکله پوره نه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button