صهیونیستي اشغالګرو په سوریې هوایي بریدونه کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ غویی، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې د صهیونیستي اشغالګرو جنګي الوتکو د سوریې په “سحنایا” ښار هوایي بریدونه کړي دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان خبر ورکړی، چې په سحنایا ښار هوايي برید کې هغه امنیتي ځواکونه په نښه شوي، چې له دورزي یاغیانو سره په جګړه و.
د ویلو ده، چې په یاد ښار کې له تېرې شپې راهیسې د امنیتي ځواکونو او دورزي یاغیانو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي، چې په پایله کې یې ۲۱ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.



