د غزې د نیولو طرحه؛ حماس وایي د اشغالګرو ټولې هڅې به ماتې سره مخ شي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ غویی، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي غورځنګ یو لوړپوړي غړي محمود مرداوي د الجزیرې خبري شبکې سره خبرو کې د اسراییل له لوري د غزې د نیولو لپاره هر ډول طرحه رد کړه.

ښاغلي مرداوي ویلي، د ګواښ او یا د فلسطینیانو د ټول‌وژنې له لارې د امتیاز ترلاسه کولو په موخه به د اسراییلو هر ډول هڅې له ماتې سره مخ شي.

نوموړي زیاته کړې چې حماس به له اسراییلو سره یوازې هغه هوکړه ومني چې بشپړ اوربند او له غزې څخه د ټولو اسراییلي سرتېرو وتلو ته لاره هواره وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسراییلو کابینې د غزې د بشپړ نیولو طرحه تائید کړې.

د ویلو ده، چې د اسراييلو لومړي وزیر نتنیاهو ویلي، پرېکړه یې کړې چې غزه کې قوي عملیات ترسره کړي، ترڅو حماس له منځه یوسي او دا به یرغمل شویو له ازادۍ سره مرسته وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button