مجاهد: له تاجیکستان سره ښې اړیکې لرو، هېڅ ستونزه نشته

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ غویی، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، له تاجیکستان سره د افغانستان اړیکې مثبتې دي او دا مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ هېڅ ډول ستونزه نه‌لیدل کېږي.
په وروستيو کې ځينو مغرضو رسنيو راپورونه خپاره کړل چې ګواکې (د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمانوف د طالبانو پر ضد اقدامات کوي، چې د طالبانو حوصله یې تمامه کړې او ممکن د طالبانو سخت ځواب سره مخ شي او طالبانو د رحمانوف سرسخت مخالف شرف الدین ګدایف کابل ته وربلل دی).
خو ښاغلي مجاهد په خپلو تازه څرګندونو کې له ګاونډیو هېوادونو سره د باور فضا د رامنځته کولو پر اهمیت ټینګار کړی او زیاته کړې ده، چې له تاجیکستان سره ټولې امنیتي او سرحدي ستونزې د نړیوالو اصولو پر بنسټ حل شوې دي.
هغه ويلي: «ډاډ ورکوو، چې د افغانستان له خاورې به تاجیکستان یا کوم بل هېواد ته هېڅ زیان ونه رسېږي. همداراز، د دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي او سرحدي مسایل د دولتونو ترمنځ د اصولو پر بنسټ څېړل کېږي. افغانستان له مقابل لوري سرحدي ځواکونو سره ښې اړیکې لري، او د ځینو قاچاقي پېښو د مخنیوي په برخه کې همکاري شوې او دوام لري.»
د شنونکو په باور، د افغانستان رول په سیمه‌ییزو اړیکو کې مهم دی، او له تاجیکستان سره ښې اړیکې ساتل د دواړو هېوادونو په ګټه دي.

مربوطه مطالب

Back to top button