کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۵ غویی، ۱۴۰۴ل)
د انصارالله اسلامي غورځنګ د رسنیو مسؤل “نصیرالدین عامر” په خپله ایکس پاڼه لیکلي: د صهیونیستي او امریکایي یرغلګرو لخوا پر ملکي تأسیساتو بمبار به نه زموږ پر پوځي عملیاتو اغېز وکړي او نه به د ملت مورال ته تاوان ورسوي.
نوموړي یوځل بیا ټینګار کړی، چې تر څو غزه باندې یرغل پای ته نه وي رسېدلی او محاصره نه وي ختمه شوې، تر هغو به په اسرائیلي اهدافو بریدونو ته دوام ورکوو.
















