پاکستان له هند سره د اټومي وسلو د کارونې خبرداری ورکړ

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ غویی، ۱۴۰۴ل)

د پاکستان د پلان وزير احسن اقبال ويلي، که هند کومه تېروتنه وکړي، نو پاکستان به ورته په سخته توګه ځواب ورکړي.

هغه زياته کړې چې پاکستان نه‌غواړي د اټومي وسلو د نه‌کارونې تړون مات شي، خو که اړ شي، خپلې ملي ګټې به تر هر قېمته خوندي وساتي.

احسن اقبال د يوې خبري ناستې پر مهال وويل: “هند ته مو واضحه کړې چې د هغوی هر اقدام ته به غاښ ماتونکی ځواب ورکړو:« تر اوسه پورې مو د دوی ۷۰ څخه زيات بې‌پيليټه الوتکې (ډرونونه) را نسکورې کړي دي.»

نوموړي وويل، د پاکستان وسله‌وال ځواکونه د خپل هېواد د ساتنې لپاره بشپړ چمتو دي او ولس یې تر شا ولاړ دی.

د هغه په وينا، هند له دوو شپو راهيسې د پاکستان هوايي حريم ته ننوتلی او دا کار د زغم وړ نه دی زياتوي: “پاکستان به هېڅکله پر خپله خاوره بريد ونه‌مني، موږ د هر ډول ګواښ پر وړاندې د خپل هېواد د ملي ګټو ساتنه کوو.”

مربوطه مطالب

Back to top button