د سن جینګ الکتریک شرکت د افغانستان د بریښنا تولید په برخه کې پانګونه کوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳غویی، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د صنعت او تجارت وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د سن جینګ الکتریک شرکت له استازي سره په خپل دفتر کې کتلي دي.
د صنعت او تجارت وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ليدنې پر مهال د سن جینګ الکتریک شرکت استازي د سنګ زغال څخه د بریښنا تولید په برخه کې د پانګونې لېوالتیا وښوده او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
د ياد وزارت معين ښاغلي زاهد وويل چې افغانستان د پانګونې لپاره خوندي او مناسب ځای دی زياته يې کړه په هېواد کې د مختلفو سکتورونو لپاره بېسارې اسانتیاوې او سهولتونه وړاندې شوي دي، چې پانګوال کولی شي په آرامۍ سره پانګونه وکړي.
مولوي زاهد د سن جینګ الکتریک استازي ته وویل چې خپل کاري پلان دې د وزارت د پانګونې ریاست سره شریک کړي، تر څو د دغه ریاست متخصصین وکولای شي د پلان د لا ښه کولو لپاره خپلې مشورې وړاندې کړي.



