د کنړ په ناړۍ کې د نږدې پنځه میلیونه افغانیو په لګښت تحکیماتي پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳غویی، ۱۴۰۴ل)
د کنړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ په بریکوټ شامادم سیمه کې د تحکیماتو یوه مهمه پروژه د ۴ میلیونه، ۹۱۱ زره او ۳۱۳ افغانیو په لګښت بشپړه او نن په رسمي توګه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، ياده پروژه ۱۹۰ متره اوږدوالی لري او د کنړ ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر نظارت لاندې د درې میاشتو په موده کې عملي شوه.
د پروژې موخه د ځمکو خوندیتوب، د سیلاب مخنیوی او د خلکو ژوند اسانه کول دي.
د اوبو او انرژي وزارت د معلوماتو له مخې تېر کال د دغه وزارت له بودجې څخه د کنړ ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې د ۴۵ ميليونه افغانيو په لګښت د چکډمونو او تحکیماتو ۱۴ پروژې تطبیق شوي زياتوي له دغو پروژو څخه یو شمېر یې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي، او پاتې نورې به هم ژر تر ژره پای ته ورسېږي.



