کابل ټکی کام (سهشنبه، ۲۳ غوایي، ۱۴۰۴)
د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوه استازي د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته نوې طرحه وړاندې کړې، چې له مخې یې غوښتنه شوې، غزه کې دې دایمي اوربند رامنځته شي، پرته له دې چې حماس بې وسلې شي.
د اسرائیلو “معاریف” ورځپاڼې د اسرائیلي سرچینو په حواله ویلي، دا طرحه د پخوانیو شرایطو خلاف ده، ځکه چې تر دې وړاندې اسراییلو او امریکايي چارواکو تل د اوربند شرط د حماس د بې وسلې کېدو سره تړلی و.
ویل کېږي چې د دې طرحې نور جزییات به وروسته اعلان شي، خو تمه ده چې د اسراییلو امنیتي کابینه به پرې بحث وکړي.
د ویلو ده، چې د غزې جګړه له تېرو ۲ نیمو کلونو راهیسې روانه ده، چې په ترڅ کې یې زرګونه فلسطینیان شهیدان شوي او پراخ بشري ناورین یې رامنځته کړی دی.