طرابلس کې خونړۍ نښتې؛ د لیبیا امنیتي شورا مشر وژل شوی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۴ غوایي، ۱۴۰۴):
د لیبیا د ثبات د ملاتړ ادارې مشر عبدالغني الککلي، چې د “غنيوه” په نوم هم مشهور و، د دوشنبې په ورځ د طرابلس ښار په جنوب ختیځ کې د یوه غونډې پر مهال ووژل شو.

راپورونه وايي، الککلي هغه مهال ووژل شو چې د تکبالي په نوم نظامي کمپ کې یې د وسله‌والو ډلو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره غونډه رابللې وه، خو ناڅاپه وسله‌واله نښته رامنځته شوه چې له امله یې هغه او یو شمېر نور کسان ووژل شول.

الککلي، چې له ۲۰۲۱م کال راهیسې د لیبیا د ملي وحدت حکومت تر چتر لاندې د امنیتي چارو مشري کوله، د طرابلس له پیاوړو وسله‌والو مشرانو څخه ګڼل کېده. هغه د مخالفو وسله‌والو، په ځانګړي ډول د مصراته ښار له ډلو سره سخت اختلافات درلودل.

د نوموړي تر وژل کېدو وروسته، د طرابلس ښار په بېلابېلو برخو کې سختې نښتې پیل شوې، چې د راپورونو له مخې لږ تر لږه شپږ کسان پکې وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button