یمني ځواکونو د اسرائیلو بن ګوریون هوايي ډګر باندې د بالستیک توغندي برید کړی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۴ غویی، ۱۴۰۴ل)

د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند جنرال یحیی سریع وايي، چې ځواکونو یې د اسرایلو پر بن ګوریون هوايي ډګر باندې یو فوق‌الصوت بالستیک توغندی توغولی دی.

په بیان کې ویل شوي، چې دا توغندی تېره ورځ د یافا ښار تر اشغال لاندې «اللُّد» هوايي ډګر په نښه کړی، چې د دوی په وینا، خپل هدف یې په بریالیتوب سره ویشتلی او د میلیونونه صهیونیستان د پټن‌ځایونو پر لور تښتیدلي دي.

د یمني ځواکونو په وینا، برید د هوايي ډګر پر فعالیتونو هم اغېز کړی او شاوخوا یوه ساعت لپاره د الوتنو بهیر درېدلی دی.

بیان زیاتوي، چې دا دریم توغندیز برید دی چې په ۲۴ ساعتونو کې پر همدې هوايي ډګر ترسره کېږي. تر دې وړاندې هم «ذو الفقار» بالستیک توغندی پر یاد هدف توغول شوی و.

د یمن وسله‌والو ځواکونو ویلي، چې دا عملیات د فلسطین د مظلوم ولس په ملاتړ ترسره شوي دي.

دوی زیاته کړې، چې عملیات به تر هغو دوام ولري، تر څو چې اسراییلي یرغل او محاصره پای ته نه وي رسېدلې.

د یمن وسله‌وال ځواکونه له اسلامي امت غوښتي، چې د غزې د خلکو پر ضد د روانې نسل‌کُشۍ او محاصرې پر وړاندې خپل دریځ څرګند کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button