نيويارک ټايمز: حماس لا هم د غزې ښار تر ځمکې لاندې د تونلونو ستراتېژيکه شبکه لري

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۵غویی، ۱۴۰۴ل)

د “نيويارک ټايمز” ورځپاڼې د يو تازه راپور له مخې، د فلسطيني مقاومت ډله “حماس” لا هم د غزې ښار تر ځمکې لاندې يوه پېچلې او ستراتېژيکه شبکه لري، چې د دغې ډلې د نظامي او سياسي ځواک د دوام لپاره حياتي ګڼل کېږي.

راپور کې راغلي، سره له دې چې د اسرائيلو له خوا پراخ نظامي عمليات دوام لري، د حماس نظامي استخبارات تر ډېره خوندي پاتې شوي دي زياتوي همدغه استخباراتي ظرفيت حماس ته دا توان ورکړی چې د خپلو عملياتي وړتياوو ساتنه وکړي او خپل تنظيمات فعال وساتي.

نيويارک ټايمز څرګنده کړې، چې د دغې شبکې موجوديت نه يوازې دا چې حماس ته د غزې ښار پر ځينو برخو کنټرول ساتي، بلکې د حاکميت بڼه هم ورکوي:«دغه تونلونه د حماس وسله والو د تګ راتګ، تجهیز، قوماندې او مقاومت د همغږۍ لپاره کارېږي.»

د راپور پر بنسټ، د حماس د تونلونو شبکه له هغو هڅو سره سره چې د اسرائيل پوځ يې د له‌منځه وړلو لپاره کوي، لا هم فعاله ده او د حماس د بقاء مهم عنصر ګڼل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button