عبدالمالک حوثي: د ټرمپ سفر د عربو تاریخي غرور له خاورو سره برابر کړ

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ غویی، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “عبدالمالک الحوثي ویلي، چې د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستي سفر د عربي نړۍ سیاسي او تاریخي غرور له خاورو سره برابر کړ.
حوثي دا څرګندونې تېره ورځ د یوه ویډیويي پیغام له لارې وکړې، چې پکې یې پر ځینو عربي هېوادونو سختې نیوکې وکړې او هغوی یې «د لوېدیځو قدرتونو مزدوران» وبلل.
نوموړي وویل: «د ټرمپ راتګ ته سره فرشونه وغورځول شول، خو دا هر څه د امت د سپکاوي او ذلت نښه ده. هغه څوک چې د امت عزت پلوري، تاریخ به یې ونه بخښي.»
عبدالمالک حوثي په دې سفر کې د امریکا، اسرایلو او خلیجي هېوادونو تر منځ اړیکې یو ځل بیا وغندلې او دا یې د فلسطین پر قضیه ښکاره تېری وباله.
د یادونې وړ ده چې ډونالډ ټرمپ په خپله دویمې واکمنۍ کې منځني ختیځ ته لومړی سفر وکړ، چې تر ټولو جنجالي یې سعودي عربستان ته و، چیرې چې هغه ته شاهي درناوی ورکړل شو.



