خامنئ: ټرمپ د سولې نه د جګړې تږی دی

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ غويی، ۱۴۰۴ل):
د ایران ستر مذهبي مشر آیتالله علي خامنئ ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې پلوی نه، بلکې د جګړو او شخړو تږی دی.
خامنئ زیاته کړې، چې ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ پر مهال د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته شخړې جوړې کړې، د بیتالمقدس په قضیه کېیې د صهیونیستي رژیم ملاتړ وکړ، او پر مظلومو ملتونو یې اقتصادي بندیزونه ولګول.
نوموړي ټینګار کړی، چې ټرمپ د اسلامي نړۍ د وحدت، ثبات او سولې پر وړاندې یو لوی خنډ دی، او اوس بیا هڅه کوي چې د واک ته رسېدو له لارې خپل جګړهطلب سیاستونه بیا ژوندی کړي.
خامنئ د اسلامي هېوادونو له مشرانو غوښتي، چې د داسې رهبرانو پر ضد یو موټی دریځ خپل کړي، څوک چې د بشري حقونو، عدالت او سولې پر ځای، د زور، تاوتریخوالي او استکبار تګلاره غوره کوي.



