دفاع وزارت: په ۲۰۷ الفاروق قول اردو کې ۲۱۳ وسایط ترمیم او بېرته خدمت ته چمتو شول

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۸غویی، ۱۴۰۴ل)
دفاع وزارت وايي، چې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د دریمې لواء تخنیکي پرسونل په وروستیو لسو میاشتو کې ۲۱۳ عرادې بېلابېل نظامي وسایط ترمیم کړي او بېرته یې د کار وړ ګرځولي دي.
د دفاع وزارت د قول اردو د تخنیکي چارو مسئولینو په وینا، یاد وسایط د دریمې لواء په تخنیکي ورکشاپ کې ترمیم شوي، چې پکې ۱۴۲ عرادې رنجر موټرونه، ۲۳ انټرنشنل وسایط، ۳۸ زغروال هاموي ټانګونه او ۴ هاموي امبولانسونه شامل دي.
دفاع وزارت وایي ، دغه تخنیکي پرمختګ د ملي اسلامي اردو په چوکاټ کې د وسایطو د ساتنې، ظرفیت لوړونې او د موجوده امکاناتو د مؤثرې استفادې د دوامدارو هڅو یوه مهمه برخه بلل کېږي.
مسئولین زیاتوي چې دا ډول اقدامات نه یوازې د اردو تجهیزاتو ته دوام ورکوي، بلکې د تخنیکي پرسونل وړتیاوې هم لوړوي او د کورنیو سرچینو د کارونې اغېزمنتیا تضمینوي.



