د پاکستان له زندانونو ۱۹۳ تنه افغان مهاجرين خوشې او بېرته هېواد ته راستانه شول

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۸غویی، ۱۴۰۴ل)

د راپورونو له مخې، ۱۹۳ تنه افغان مهاجر چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو، له لنډمهاله بند څخه تر خوشې کېدو وروسته د ثور په ۲۵مه او ۲۶مه نېټه بېرته افغانستان ته راستانه شول.

د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي آمریت د ثبت او استقبالي کمېټې د معلوماتو له مخې، یاد افغانان له یوه تر دوو ورځو پورې د پاکستان په زندانونو کې توقیف شوي وو زياتوي دوی تر راخوشې کېدو وروسته بشري مرستې ترلاسه او خپلو اصلي استوګنځایونو ته ولېږدول شول.

د مهاجرينو وزارت وايي، دغه پروسه د اړوندو مسؤلینو تر څارنې لاندې ترسره شوې او هڅه روانه ده چې له پاتې افغان بنديانو سره هم ورته مرستې وشي.

مربوطه مطالب

Back to top button