کندهاریان: د پولیسو له لوري د ویډیو شوي مظلوم افغان غچ به اخلي

کابل ټکی کام چهارشنبه فرید احمد
له کندهار څخه په لسګونو افغانانو د ایمیل او مسنجر له لارې کابل ټکي کام ته مسجونه رالیږلي دي، او د کندهار د پولیسو له لوري په یو افغان د ظلم غچ اخیستو هوډ یې کړی دی او ویلي یې دي چې پولیس به همداسې وژوړي لکه څرنګه یې چې ددوی زړونه دردولي دي.
یو کندهارۍ چې د محمد سیدګل په نامه یې ځان په معرفي کړ، په غږیږ مسج کې ویلي دي چې ډېر ژر به د ويډیو شوي مظلوم افغان غچ واخلي او د ډېرو پولیسو کورنۍ به د ویر په ټغر کینوي او له درد څخه به یې خبرې کړي.
دغه ویډيو چې پولیسو په خپله ثبت کړې، او وروسته په ټولنیزه رسنیو کې وچلیدله، یو مظلوم افغان په رېنجر پورې تړي او بیا وروسته یو بل پولیس چې په سیمه کې د «سپي» په نامه شهرت هم لري خولې پرې لګوي.
ویډيو ډېره دردونکې ده.



