په فراه کې د ۱۸۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۳۳ پراختیايي پروژو چارې پيل شوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۰ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د فراه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د ګلستان ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې د ۱۸۳ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د ۱۳۳ پراختیايي پروژو چارې رسماً پيل شوې.
یادې پروژې د کلیو د بیارغونې، ترانسپورتي اسانتیاوو او چاپېریال ساتنې په برخو کې عملي کېږي، چې پکې د عمومي او کلیوالي سړکونو رغول، استنادي دېوالونه، پلچکونه، او د یو کوچني بند جوړول شامل دي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، د دغو پروژو د تطبیق پر مهال به سلګونه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شي، او له بشپړېدو وروسته به یې د ګلستان ولسوالۍ د خلکو ګڼ شمېر بنسټیزې ستونزې هوارې شي.



