اسرائیلو د سوریې بېلابېلو سیمو باندې هوایي بریدونه کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۴ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د صهیونیستي رژیم هوايي ځواکونو نن سهار وختي د سوریې په بېلابېلو سیمو، چې پکې د درعا ولایت شاوخوا سیمې، د دمشق ریف او قنیطره شامل دي هوایي بریدونه ترسره کړل.
سیمهییزو سرچینو تایید کړه چې د صهیونیستي الوتکو له لوري یادې سیمې په نښه شوې، چې له امله یې مالي زیانونه او تلفات هم رامنځته شوي دي خو تر اوسه د تلفاتو کره شمېر نهدی خپور شوی.
دا بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د سوریې حکومت په وار وار د ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو څخه غوښتي چې د صهیونیستي رژیم د تکراري تجاوزونو پر وړاندې جدي دریځ ونیسي.



